ډېر لوستل شوي

ټرمپ: تر واشنګټن مخکې ایران د امریکا پر وړاندې د برید نیت درلود

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې ایران غوښتل تر امریکا مخکې برید وکړي، خو واشنګټن د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره پر تهران پوځي اقدام وکړ.

نوموړي دا څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته د جرمني له لومړي وزير «فردریش مرتس» سره د لیدنې پر مهال کړې او زياته کړې يې ده، چې د خبرو اترو له درېدو وروسته یې احساس وکړ چې ایران د برید پلان لري.

ټرمپ خپلو هوايي او سمندري عملیاتو ته په اشارې سره ويلي، چې بریدونه بریالي وو او د ایران ډېری تاسیسات له کاره لوېدلي دي. دا په داسې مهال ده، چې ايران د امريکا او اسراييلو په بريدونو کې د مذهبي مشر تر مړينې وروسته د اسراييلو په ګډون په خليجي هېوادونو کې د امريکا ګڼې پوځي هډې تر بريدونو لاندې راوستې او لا هم دوام لري.

اړوند خبرونه