د ملي دفاع وزارت تازه خبر ورکړی، چې د بېګاه شپې د «ردالظلم» عملیاتو په ترڅ کې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند ځواکونو د پاکستان پوځي رژيم اووه پوستې نیولي دي.
ياد وزارت وايي، دا عملیات د شپږمې سرحدي عبیده لواء له لوري ترسره شوي چې پکې لسګونه پاکستاني عسکر وژل شوي او ټپیان دي.
وزارت زیاتوي، په عملیاتو کې اووه میله سپکې او درنې وسلې، اته دوربینونه، دوه مخابرې او زیات شمېر مهمات د دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

