د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د خواف – هرات وسپنې پټلۍ له لارې په عادي ډول د سوداګریزو توکو انتقالات روان دي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه دی راغلی.
د ښاغلي مجاهد په وینا، تېره ورځ (پنجشنبه، د کب ۱۴مه) په ټولیز ډول ۹۴ واګونونه بېلابېل سوداګریز توکي د هرات روزنک تمځای ته را رسېدلي او سلګونه نور افغانستان ته پر لاره دي.
ورته وخت کې ټولګټو وزارت هم د انتقالاتو د عادي بهیر خبره کړې ده. دې وزارت ویلي چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب له ۸مې نېټې څخه تر ۱۲مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۷۶۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
ددغو انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او معدني ډبرې دي. د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د څلورو بندرونو مسوولینو او د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو رئیسانو ته لارښوونه کړې چې په دې حساسو شرایطو کې د لومړنیو او خوراکي توکو د انتقال لپاره سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي

