ډېر لوستل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو تندریز بریدونه؛ پاکستاني عسکر او زېربناوې یې نابودې شوي

ملي دفاع وزارت تېر ۲۴ ساعتونه د پاکستاني پوځي رژیم لپاره دردونکي یادوي او ویلي يي چې د افغان ځواکونو په انتقامي بریدونو کې له دښمن ۴۱ تنه هلاک شوي او ۱۲ پوستې/قرارګاوې یې هم تباه شوي دي.

دفاع وزارت همدارنګه ویلي، افغان دفاعي ځواکونو نن سهار د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې د غزه بند په نوم د پاکستاني پوځي رژیم د ا‌ېف‌سي پر عمومي قومندانۍ هوايی بریدونه کړي دي، چې په ترڅ کې یې لسکونو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د قومندانۍ دا ودانۍ هم سخته زیانمنه شوې ده. یاده دې وي چې دې نښتو کې ۳ تنه افغان ځواکونه شهیدان او ۷ نور ټپیان شوي.

اړوند خبرونه