د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژيم د بریدونو له امله د هېواد په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
ښاغلي فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د پکتیا په څمکنیو او پټان کې د پاکستان پوځي رژيم له لوري د خلکو کورونه او بازارونه په نښه شوي، چې له امله یې یو تن شهيد شوی او بل ټپي شوی دی.
د مرستيال وياند په وينا، په دې بریدونو کې لس کورونه، ۱۴ دوکانونه، دوه مارکېټونه او یو جومات هم شهيد شوی دی.
همداراز د پکتیکا په برمل او شکین ولسوالیو کې هم کلي او بازارونه تر بریدونو لاندې راغلي، چې په شکین بازار کې دوه ملکي وګړي شهيدان شوي او څو کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.
د خوست ولایت د علیشېرو او تریزیو ولسوالیو کې هم د بریدونو له امله یو عام وګړی شهيد شوی او دوه نور ټپیان شوي، لس کورونه زیانمن شوي، یو جومات شهيد شوی او له سلو زیاتې کورنۍ بېځایه شوې دي.
ورته مهال په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوه کور په نښه کېدو له امله مالي زیان اوښتی، خو ځاني تلفات نه دي ثبت شوي.
بلخوا د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو د درنو وسلو شاوخوا ۶۰ مرمۍ توغول شوې، چې ځاني زیان نه لري، خو مالي تاوانونه یې اړولي او د دوکلام کلي د اوبو یو بند هم ویجاړ شوی دی.

