د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې هلمند ولايت کې ۲۱ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شوي دي.
ياد وزارت وايي، چې دا خوراکي توکي او درمل د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولینو له لوري د همدې ولایت سنګین ولسوالۍ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل شوي دي.
بلخوا، د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې له یو شمېر درملتونونو او پلورنځیو څخه نظارت هم ترسره شوی دی.

