ډېر لوستل شوي

جوزجان کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوې

د جوزجان امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت ځواکونو يې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

د یادې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر وايي، په دې کارخونه کې ۱۲۷ لېتره خالص نشه‌يي مشروبات، ۳۰۰ لېتره تخمر شوي مميز، ۱۴ منه ساده مميز، يو ديګ بخار، یو ګاز بالون او د تولید نور وسایل هم کشف او ضبط شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د یادې پېښې په تړاو یو تن هم نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی. د جوزجان د امنیه قوماندانۍ مسوولين وایي، د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت هڅه کوي د نشه‌يي توکو د کر، پېر او پلور او همداراز د الکولي مشروباتو د تولید مخه ونیسي، څو ځوانان د دې ناوړه پدیدې له زیانونو خوندي پاتې شي.

اړوند خبرونه