ډېر لوستل شوي

د هرات والي له ترکمن جنرال کونسل سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

د هرات والي شيخ مولانا اسلام‌‌جار په همدې ولايت کې د ترکمنستان له جنرال کونسل باتور يولوف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزيټ او اقتصادي همکاريو پر پراختيا يې خبر کړې دي.
د ياد ولايت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دې لیدنه کې د نفتي توکو د ټرانزيټ د اسانتیاوو، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراختيا پر موضوعاتو بحث شوی دی.
د هرات والي په دې کتنه کې د ترکمنستان له لارې د سوداګرۍ او ټرانزيټ د پراختیا هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت غواړي له ترکمنستان سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي، څو افغانستان د سیمې په مهم ټرانزیټي مرکز بدل شي.
بلخوا، د ترکمنستان جنرال کونسل هم د افغانستان سره د صادراتو او وارداتو د زیاتېدو هرکلی کړی او د هرات له ځایي ادارې سره یې په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه