د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر «ایډوین سنیزا سلواډور» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د روغتیایي خدماتو پر پراختیا، ظرفیت لوړونې، د سرطاني ناروغيو اړوند خدماتو د پراختیا، کړنو پر د مهال همغږۍ، د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې شفافیت او د راتلونکو ناستو پر اجنډا، څرنګوالي، همغږۍ او اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې دي.
په دې کتنه کې ښاغلي جلالي ویلي چې د دوی لپاره د عامې روغتیا وزارت ملي پالیسي او د ملي ستراتیژۍ سندونه مهم دي او باید د همدې سندونو پر اساس د عامې روغتیا وزارت لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په نظر کولو سره روغتیایي خدمات تر سره او پروژې تطبیق شي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان مشر هم له یاد وزارت سره د هراړخیزې مرستې او همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.

