د پکتیا امنیه قوماندانۍ اړوند د لومړۍ حوزې له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو هغه کس نیولی، چې د یو هېوادوال له درملتونه یې درمل او نغدې پیسې غلا کړې وې.
د يادې قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې امنيتي ځواکونو له دې کس ۱۰۰ قوطیه زيټرو درمل، ۴۰ پاکټه د فلاجل ګولۍ، ۱۱۰ بوتله د بروفين شربت او ۱۵ زره افغانۍ نغدې پيسې بېرته ترلاسه کړې دي.
د مسوولينو په وينا، نیول شوی مظنون به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

