ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: له وطن څخه د دفاع په برخه کې ښه تجربه لرو

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وایي چې د پاکستان پوځي رژیم له لوري په هوایي بریدونو کې د افغانستان هېڅ نظامي تاسیسات نه دي ویجاړ شوي، او یوازې ملکي خلک یې په نښه کړي دي.
ښاغلي مجاهد له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې افغانستان جګړه نه غواړي، خو له افغانانو سره د جګړې په صورت کې اسلامي امارت له وطن څخه د دفاع په برخه کې ښه تجربه لري.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي چې د پاکستان له پوځي رژیم سره په وروستیو نښتو کې له ۳۰۰ ډېر پاکستاني نظامیان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور یې ټپيان شوي دي.
نوموړي د پاکستان ترینګلي امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي چې د پاکستان خاصې پوځي حلقې د خپل هېواد خلک یرغمل کړي او خپل سیاسیون یې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستلي دي.
د اسلامي امارت ویاند په دې مرکه کې د امریکایي بندیانو په اړه د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دلته د دوو امریکايي بندیانو په اړه د پلاوو ترمنځ خبرې شوې، او دا مسئله به ژر حل شي.
ښاغلي مجاهد یو وار بیا ډاډ څرګند کړی چې په دا مهال په افغانستان کې هېڅ ډول وسله‌والې ډلې نشته او په وینا یې د افغانستان له خاورې به د نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

اړوند خبرونه