د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) خبر ورکړی، چې د عراق په لوېدیځ کې د امریکا یوې تېل رسوونکې پوځي الوتکې د لوېدو له امله څلور تنه امريکايي وګړي وژل شوي دي.
سنتکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده الوتکه د هغو عملیاتو برخه وه چې امریکا د ایران پر ضد ترسره کول. د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې د امریکا د تېلو دوو رسوونکو الوتکو برخه درلودله.
د امریکايي چارواکو په وینا، له دغو دوو الوتکو څخه یوه لوېدلې چې له امله یې د الوتکې ټول څلور تنه عمله وژل شوي، خو دویمه الوتکه له کوم زیان پرته بېرته په بریالیتوب سره ناسته کړې ده.

