ډېر لوستل شوي

وزیر محمد اکبرخان روغتون کې څه باندې ۴۰ زره جراحي عملیات ترسره شوي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې وزیر محمد اکبرخان ملي او تخصصي روغتون کې ۴۰ زره او ۷۷۰ کوچني او لوی جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شوي دي.

یاد وزارت وايي، له دې شمېر څخه ۱۰ زره او ۴ جراحي عملیات لوی او ۳۰ زره او ۷۶۶ نور کوچني عملیات دي، چې ټول د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موده کې د دې روغتون له لوري ۱۵ زره او ۴۸ ناروغانو ته د بستر دننه او ۲۱۷ زره او ۳۰۵ نورو ته د بستر څخه بهر روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ډاډ کړی، د دې روغتون متخصص ډاکټران هڅه کوي چې ناروغانو ته پر وخت، خوندي او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

اړوند خبرونه