فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د فرانسې په منځګړیتوب د اسراییل او لبنان ترمنځ د حزبالله د بېوسلې کولو او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو په اړه مذاکرات پیل شي.
د راپور له مخې، د اسراییل د لومړي وزیر استازی ران درمر به د خپل هېواد له لوري د دې مذاکراتو مشري وکړي او فرانسه به هم پکې ونډه ولري.
سرچینې وايي، د لبنان حکومت د مذاکراتو لپاره د خپل پلاوي پر ټاکلو بوخت دی، خو تر اوسه د مذاکراتو کره نېټه نه ده اعلان شوې.
په ورته وخت کې درېیو لبناني چارواکو ټینګار کړی، چې بیروت د مذاکراتو له پیل مخکې د اسراییل له لوري د «بشپړ اوربند» منل اړین بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون ساعر د حزبالله په اړه د خپل هېواد او لبنان ترمنځ هر ډول پلان شوي مذاکرات رد کړي وو.

