د خېبر پښتونخوا درېیو سیاسي ګوندونو د «ملي ډيموکراټيک غورځنګ د مشر محسن داوړ، د پښتونخوا ملي عوامي د ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د پاکستان د پارلمان د غړي خوشحال خان کاکړ» په ګډه لاسليک شوې اعلاميه کې په افغانستان کې پر ملکي سیمو د پاکستان هوايي بریدونه غندل شوي او له دواړو هېوادونو غوښتل شوي، چې روانې ترینګلتیاوې پایته ورسوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، دا یوه نااعلان شوې جګړه ده چې زیاتره قربانیان یې د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه دي. اعلامیه زیاتوي، که پاکستان د افغانستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې بیا غور ونه کړي، د جګړې دوام به د نورو ملکي وګړو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې پښتانه له کلونو راهیسې په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي د پروژو د ختمېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولهییزو اړیکو غوښتنه کوي.

