د افغانستان سترې محکمې خبر ورکړی، چې د افغانستان د میاشتې لیدلو د مرکزي هیئت د رهبرۍ مقام د هدایت په اساس نن چهارشنبې ورځ د مازدیګر لمانځه وروسته کابل او ولایتونو کې ټاکل شوي هیئتونه په مشخصو ځایونو کې د میاشتې لیدلو لپاره کېني.
د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس عبدالرحیم راشد ویلي، یاد هیئتونه دې د میاشتې د لیدلو لپاره په هره ممکنه طریقه چې وي په ډېر دقت تلاش وکړي.
د هېواد ستره محکمه په داسې حال کې دا خبر ورکوي، چې پلازمېنه کابل او ټولو ولایتونو کې د اختر نمانځنې لپاره د وطنوالو تیاری او چمتووالی روان دی او کوچني اختر راتللو ته شېبې شماري.

