ډېر لوستل شوي

بندرعباس کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په بندرعباس کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه نن ماسپښین رامنځته شوې، خو تر اوسه د چاودنو د کره لامل، مرګ‌ژوبلې او یا احتمالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د ایران پوځ هرمز تنګي ته نږدې د دښمن جنګي الوتکې د وېشتلو ادعا کړې وه.

اړوند خبرونه