ډېر لوستل شوي

د پاکستان پوځي رژيم یو ځل بیا کونړ او پکتیکا کې پر ملکي سیمو بریدونه کړي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلو تېریو په دوام په کونړ او پکتیکا کې ملکي سیمې او کورنه په نښه کړي دي.

ښاغلي فطرت زیاته کړې، د یاد رژیم ملېشو نن یکشنبه سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اړوند شانپټ پر سیمه د هاوان مرمۍ توغولې، چې له امله یې یو ملکي کس شهید شوی او یوه ښځه پکې ټپي شوې ده.

د ملا حمدالله فطرت په وینا، یاد رژیم د پکتیکا په شکین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یو موټر ډزې کړې، خو ځاني زیان نه لري.

اړوند خبرونه