د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن دوشنبه په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ادارو د تفتیش بهیر پیل شوی دی.
یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دا بهیر د ریاستالوزراء د حکم پر اساس د کوچنی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم پيل شوی، چې پکې به څارونکي د کارکوونکو د حاضرۍ او دندې ترسره کولو وضعیت وڅېړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دې پلټنې بنسټیزه موخه هېوادوالو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او په اداري چارو کې د ځنډ او خنډ مخنیوی ښودلی دی.

