په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په ریاض کې به د افغان پاسپورټ لرونکو وګړو د معلوماتو د ثبت (نقل معلومات) بهیر د روان میلادي کال د مارچ په ۳۰مه پیل شي.
ياد سفارت په خپله اېکسپاڼه ليکلي، دا بهیر به د پرلهپسې هڅو په پایله کې پيل شي او له دې وروسته به د سعودي عربستان په رسمي ادارو کې د افغان وګړو معلومات د هغوی د افغاني پاسپورټونو پر بنسټ ثبت او تاييد شي.
د يادونې وړ ده، چې دا اقدام به په ياد هېواد کې د افغان وګړو د اسنادو د اعتبار په پیاوړتیا او د هغوی د قانوني چارو په اسانتیا کې مهم رول ولري.

