د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې په هېواد کې ۱۸۵ نوي ټرانسپورټي شرکتونه رامنځته او د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د ټرانسپورټي خدمتونو د تنظیم او عرضې ریاست له لوري ۱۱۵ باروړونکي او ۷۰ مسافروړونکي شرکتونه ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زياته کړې، دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۹۰۰ ټرانسپورټي شرکتونه فعالیت لري، چې د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد خدمتونه وړاندې کوي.

