ډېر لوستل شوي

کندهار کې له پاکستان څخه د ۵۰ غواوو د رالېږدول‌کېدو مخه نیول شوې

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۵۰ غواوو د قاچاقېدو مخه نیول شوې ده.
مسوولینو ویلي چې دا غواوې د سپین بولدک ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول هېواد ته رالیږدول کېدې، خو امنیتي کسانو یې مخه نیولې ده.
سرچینې لیکلي، د دغه ‎قاچاق په تړاو یو شمیر کسان نیول شوي چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د خبرپاڼې له مخې چې له لس ورځې مخکې هم په یاد ولایت کې د ۴۳ غواوو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
مسوولینو ټینګار کړی چې هېچا ته به له هېواد څخه بهر یا هېواد ته د څارویو د قاچاق اجازه ورنکړي. ‎

اړوند خبرونه