د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د کوچني اختر په ورځو کې د همدې ولایت تاریخي او طبیعي سیمو ته له ۱۲۰ زره زیات کورني سېلانيان راغلي دي.
د ياد رياست رييس ملا حمیدالله نثار ویلي، چې د غزني سياحتي سيمې پراخې شوې او له دې سره د تاریخي او طبیعي سیمو د لیدو په موخه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو سېلانيان راغلي وو.
د خبرپاڼې له مخې، په تېره اوونۍ کې د سلطان بند، سردې بند، د خواجه عمري ولسوالۍ تفریحي سیمو او نورو تاریخي او طبیعي ځایونو ډېر لیدونکي درلودل.
ښاغلي نثار د سېلانيانو د زیاتوالي لامل د هېواد په کچه د امنیت ټینګښت، د قومونو ترمنځ د ورورولۍ او دیني مشترکاتو اړیکې بللې دي.

