ډېر لوستل شوي

د کونړ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي رژيم درې پوستې له منځه وړل شوې

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان سرحدي ځواکونو په «غچ‌اخيستونکو» بريدونو کې د پاکستان پوځي رژيم درې پوستې ویجاړې شوې او یو عسکر یې وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، دغه برید د ټانک په وسیله ترسره شوی، چې په پایله کې یې د ياد رژيم درې پوستې ویجاړې شوې او یو تن عسکر وژل شوی دی.

بلخوا، راپور زیاتوي، چې د پاکستان پوځي رژيم دوه ځلې د ډرون بمبار کړی او له لېرې واټن ویشتونکو وسلو څخه یې کار اخيستی دی.

اړوند خبرونه