ډېر لوستل شوي

کابل کې یو کس له ۱۵ زره نشه‌يي ګولیو سره نیول شوی 

کورنیو چارو وزارت په کابل کې د ۱۵ زره نشه‌يي ګولیو له کشف او ضبط‌‌کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې د کابل پولیسو د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې یو کس له ۱۵ زره نشه‌يي ګولیو سره نیولی دی.  

د سرچینې په وینا چې یاد کس به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه