د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د ۱۵۰۲ پلي منصوري لواء منسوبینو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې په سېلاب کې بند پاتې هېوادوال ژغورلي دي.
يادې قول اردو پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې د ژغورنې دا عملیات د ۱۵۰۲ پلي منصوري لواء د څلورم حمایه کنډک د رييس ارکان ملا صدیقالله نوراني په مشري شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې افغان دفاعي ځواکونو د هلمند په کجکي ولسوالۍ سربېره د همدې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وروستيو باراني ورښتونو له امله په سېلابې سيمو کې بند پاتې هېوادوال ژغورلي دي.

