ډېر لوستل شوي

هېوادوالو ته د ملي دفاع وزارت ډاډ؛ ” د هر لوېشت خاورې د دفاع لپاره قوي ژمنتیا شته”

د ملي دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې د هېواد ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او د هر لوېشت خاورې د دفاع لپاره قوي ژمنتیا شته ده.

د ياد وزارت وياند مولوي عنايت‌الله خوارزمي ټینګار کړی، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دي او حتی په هغو سختو او غرنیو سیمو کې هم د ساتنې لپاره قوي تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړې، د اسلامي امارت دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه ژمن دي چې د هېواد له هر لوېشت خاورې دفاع او ساتنه وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې د ختیځ په نورستان ولایت کې د ځینو سیمو د لاس‌رسي او امنیت په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.

اړوند خبرونه