د ننګرهار مسوولین وایي، د یاد ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد نن (شنبه، حمل ۸مه) ویلي چې دا پېښه د بټيکوټ ولسوالۍ په «قلعه شینواری باریکاب» سیمه کې د موټر چپهکېدو له امله شوې ده.
سرچینې د دې پېښې لامل د موټر زیات سرعت ښودلی دی.
مسوولینو د دې پېښې له امله د ټپي شوي کس روغتیايي وضعیت نازک ښودلی دی.
د یادولو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

