د غزې روغتیايي چارواکي وايي، چې اسراييلو د غزې تړانګې په سوېل د خان یونس سیمه کې د پولیسو پر دوو پوستو هوايي بریدونه کړي دي.
رويټرز د يادو چارواکو په حواله ويلي، چې په دې بریدونو کې درې پولیس او د یوې نجلۍ په ګډون درې ملکي وګړي شهيدان شوي او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
روغتیايي چارواکو زياته کړې، چې له حماس سره تر اوربند وروسته، د تېر کال د نومبر میاشتې راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې په غزه کې تر ۶۸۰ ډېر فلسطینیان شهيدان شوي دي.

