د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، ملا عبداللطیف منصور د خوړو نړیوالو پروګرام له رییس «جان ایلیف» او مل پلاوي سره په کتنه کې د بېلابېلو پروژو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو پر ستونزو خبرې شوې او د دوی پر لاسنیوي ټینګار شوی دی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي چې د دوی ګډ فعالیتونه باید معیاري وي او ډېرې پروژې دې په محرومو سیمو کې پلې شي.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام رییس د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزارت مننه کړې او ډاډ یې څرګند کړی چې د ا.ا په همکارۍ به د دغه بنسټ کارونه د اړتیا له مخې ترسره کېږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دا هم لیکلي چې په دې کتنه کې پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار شوی دی.

