ډېر لوستل شوي

روزګان کې تر دوه زره کیلو ګرامه زیات نشه‌يي توکي له منځه یوړل شوي

د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د نشه‌يي توکو پر ضد عملیاتو کې ۲ زره ۲۵۰ کيلو ګرامه اومان نشه‌يي توکي کشف او له منځه وړي دي.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دا نشه‌يي توکي يې د همدې ولسوالۍ په خواجه خدير او نوري سيمو کې نيولي او وروسته يې سوځولي دي.
امنیتي چارواکو ټینګار کړی، چې هېچا ته به د نشه‌يي توکو د کر، تولید، پېر او پلور اجازه ور نه کړي، او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې کلکه مبارزه روانه ده، چې د معلوماتو له مخې، اوس دا کچه صفر ته راټيټه شوې ده.

اړوند خبرونه