ډېر لوستل شوي

هلمند کې د چرسو يوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوې

د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، د یاد ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د چرسو او بنګو یوه کارخونه کشف او بشپړه له منځه يوړل شوې ده.
د يادې قومانداني وياند مولوي نصیر احمد مهاجر وايي، د واشېر ولسوالۍ د پنځمې امنيتي ټولۍ امنيتي ځواکونو په دې کارخونه کې ۲۹ کيلو ګرامه چرس او ۱۴ کيلو ګرامه بنګ له منځه وړي دي.
نوموړي زیاته کړې، د کارخونې ټول اړوند آسباب او تجهیزات په مکمل ډول له منځه یووړل شوي دي.
د هلمند امنیتي چارواکي ټینګار کوي، چې د نشه‌يي توکو د پروسس او قاچاق د مخنیوي لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه