دوو ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې ايران يو ځل بيا په سعودي عربستان، بحرين عربي امارات، کوېټ کې د امريکا مهمي ځي اډې په نښه کړې دي.
فارس او تسنيم خبري اژانس د عربي سرچينو په حواله ويلي، په دې هېوادونو کې نن سهار د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په سعودي عربستان کې د امريکا پوځي اډه د بېپيلوټه الوتکو په وسيله په نښه شوې دي.
د ويلو ده، چې تر اوسه امريکا او خلجي هېوادونو په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

