د نورستان والي قاري زینالعابدین عابد ویلي، چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې د دې ولایت د «کامدېش او برګمټال» ولسوالۍ له یوې بدیلې لارې له مرکز پارون سره ونښلول شي.
د نورستان والي همداراز خلکو او د اسلامي امارت مشرتابه ته ډاډ ورکړی، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو هېڅ برخه د بهرنیو له لوري نه ده نیول شوې او نه به هم چا ته دا اجازه ورکړل شي.
قاري زینالعابدین عابد ټینګار کړی، چې په دې اړه خپرېدونکي راپورونه ناسم دي او دا یې د دښمن تبلیغات بللي دي.
د والي په وینا، اوسمهال د یادو ولسوالیو پر لور بدیله لاره چې د سختو واورو له امله تړل شوې وه، د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیمونو او ماشینرۍ له لوري د پرانیستې په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو بېړنۍ اړتیاوې د هوا له لارې رسېدلې دي او د بدیلې لارې په پرانیستل کېدو سره به د خلکو د تګــراتګ ستونزې هم هوارې شي.
نورستان یو غرنی او لیرې پروت ولایت دی، چې د ژمي په موسم کې یې ځینې لارې د درنو واورو له امله د تګــراتګ پر مخ تړل کېږي.

