د ټولګټو وزارت وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله د سمنګان ولایت د دره صوف–بلخ، په بغلان کې د کابل–شمال عمومي مسیر او په پکتیا کې د ګردیز–خوست مسیر د ترافیکي پر مخ پرانیستي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکس لیکلي چې تر دې دمه یوازې د سمنګان ولایت ایبک – روی دوآب مسیر تړلی چې ژر به پرانیستل شي.
ښاغلي حقشناس همداراز لیکلي چې د سالنګونو لار په واورین ورښت سربېره اوسمهال د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده او د سالنګونو ریاست پرسونل له لوري د وسایطو خوندیتوب او هوسا تګ راتګ په موخه په دې لار د رېګ او مالګې پاشلو چارې جریان لري. د خبرپاڼې له مخې چې د ټولګټو وزارت د عملیاتي ټیمونو له لوري د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تخریبشویو سړکونو، پلونو او پلچکونو ترمیم او بیارغونې چارې هم روانې دي.

