د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو يې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشهیي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا عملیات د مهترلام ښار او د دې ولایت د شپږو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۹ ګرامه چرس، ۹ ګرامه تریاک، ۸ ګرامه شیشه، ۵ دانې زیکپ ګولۍ او ۲ دانې «ټابلیټ کا» ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.
امنیتي سرچینې زیاتوي چې نیول شوي کسان دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. د لغمان امنیه قوماندانۍ ډاډ ورکوي، چې د نشهیي توکو او نورو جرمي فعالیتونو پر وړاندې به جدي او پرېکنده مبارزه روانه وي.

