ډېر لوستل شوي

کامدېش ته د نورستان امنیه قوماندان سفر؛ “امنیت يې بشپړ په کنټرول کې دی”

د نورستان امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد مزمل د همدې ولايت کامدېش ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال له ولسونو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت بشپړ په کنټرول کې دی.

د يادې قومانداني د رسنيو دفتر په حواله، ښاغلي مزمل له خلکو غوښتي چې پردیو تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسي او ټینګار یې کړی، چې کامدېش ولسوالۍ ټولې سيمې په بشپړه توګه د اسلامي امارت په واک کې دي.

د امنيه قوماندان په وینا، د پاکستان پوځي رژیم نه یوازې دا چې کوم پرمختګ نه دی کړی، بلکې د پرمختګ توان هم نه لري.

مزمل زیاته کړې، د ختیځ نورستان ولسونه د پخوا په څېر د اسلامي نظام او خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.

امنیه قومندان ټینګار کړی، چې تر وروستي حده به د خپلې خاورې او هېواد دفاع کوي. د نورستان امنيه قوماندان د خپل سفر پر مهال د منډه‌ګل، پتیګل او مرکزي کامدېش له علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره هم ناسته کړې، چې پکې ولسونو د امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړی او ژمنه یې کړې چې تر پایه به ورسره ولاړ وي.

اړوند خبرونه