د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغان پلاوی له پاکستاني لوري سره د خپل اصولي موقف له مخې د رسمي خبرو لپاره چین هېواد ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې چې دا خبرې د چین په منځګړیتوب په «ارومچي» ښار کې پیل شي.
سرچینې لیکلي چې دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هیواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
“د افغانستان اسلامي امارت په دې ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د مؤثر مدیریت په اړه هراړخیزې او مسوولانه خبرې اترې وکړي.”
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې اسلامي امارت باور لري چې د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.

