ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: د وروستیو بارانونو له امله ۶۱ کسان شهيدان او ۱۱۶ نور ټپيان دي

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۱۶ ټپیان او ۴ نور لادرکه شوي دي.

ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، چې د دې پېښو له امله ۲ زره او ۴۴۸ کورونه په بشپړ او یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت وياند په وينا، همداراز ۲۶ زره او ۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې او یو زره او ۴۵ څاروي هم له منځه تللي دي.

بلخوا، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې د بارانونو له امله عامه تاسیسات لکه سربندونه، د اوبو لګولو کانالونه، د اوبو رسولو شبکې، سولري سیستمونه او لسګونه کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په مرکز سربېره د هېواد بېلابېل ولايتونه له تېرو لسو ورځو راپدې خوا د پرله‌پسې سختو بارانونو او سېلابونو شاهد دی.

اړوند خبرونه