د پاسپورټ لوی ریاست ویاند قاري عمري لوګری وايي، چې د حجاجو کرامو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه ځانګړي او چټک خدمتونه وړاندې شوي دي.
د ښاغلي لوګري د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې لړ کې ټولټال ۹۴۲۵ پاسپورټونه په عاجل ډول پروسس، چاپ او وېشل شوي، څو حجاجو ته د حج فریضې د اداء کولو لپاره پر وخت اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړی زیاتوي، چې د خدمتونو د نه ځنډ لپاره د کوچني اختر په ورځ یوازې حجاجو ته هم ځانګړي خدمتونه وړاندې شوي او اړوندې چارې په منظم ډول ترسره شوې دي.
د پاسپورټ ریاست مسوولینو ټینګار کړی، چې حجاجو ته خدمت کول یوازې اداري دنده نه، بلکې یو دیني او ملي مسوولیت دی او اداره هڅه کوي خپل خدمتونه لا چټک او معیاري کړي.

