د میدانوردګو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له هېوادوالو غوښتي چې د مهاجرو مرغانو د تېرېدو په موسم کې له هر ډول ښکار، ځورونې او د هغوی له منځهوړلو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې مهاجر مرغان هر کال د خپلو موسمي تګ راتګ پر مهال د افغانستان له فضا او ځمکې تېرېږي، او د چاپېریال د توازن، د حیاتي تنوع او طبیعي نظامونو په ساتنه کې مهم رول لري.
د میدانوردګو د چاپېریال ساتنې ریاست د مهاجرو مرغانو ساتنه ملي مسوولیت او د راتلونکو نسلونو لپاره د طبیعي شتمنیو د خوندي ساتنې مهمه برخه بللې ده.
په خبرپاڼه کې له ټولو هېوادوالو غوښتل شوي چې که د مهاجرو مرغانو د ناقانونه ښکار یا زیان رسولو کومه پېښه مشاهده کړي، نو اړوندو ادارو ته یې دې راپور ورکړي، څو یې په اړه قانوني کړنې ترسره شي.

