د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړهایزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د عسکرانو د بنسټیزو زدهکړو ښوونځي د معسکر له دیارلسمې دورې څخه ۳۵۰ تنه، همداراز د جګړهایزو ځواکونو ښوونځي د BM-21 چهلمیلې، زرهدار ټانک او توپچي مترصدینو له مسلکي زدهکړو څخه ۱۱۰ تنه ځواکونه، چې په مجموع کې ۴۶۰ تنه کېږي فارغ شوي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په دې مراسمو کې د نوموړې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیبالله مدني فارغانو ته سپارښتنه کړې، چې د اسلامي نظام ساتنه د هغوی دنده ده، خپلې زدهکړې په عصري ټکنالوژۍ کې پیاوړې کړي، له غفلت او اختلافاتو ځان وساتي او له ولسونو سره د نبوي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړي.
د ويلو ده، چې وروستیو کې د درنو ویجاړونکو وسلو، هوايي دفاع او توپچي برخه کې د افغان ځواکونو روزنه پیاوړې شوې ده.

