د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت، تالندې برېښنا او سېلابونو له امله ۲۲ هېوادوال شهیدان او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.
د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد ویلي چې پر ځاني مرګژوبلې سربېره ۵۲ کورونه په بشپړه توګه او ۱۹۸ نور په قسمي توګه ویجاړ شوي دي.
د ښاغلي حماد په وینا چې همداراز له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د سېلابونو له امله ۵۰۰ کیلومټره سړک او دوې څاګانې او ویالې هم ویجاړ شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویاند دا هم ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو ورښت او سېلابونو ۱۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه، درې جوماتونه او یو ښوونځي هم ویجاړ، او ۳۶ څاروي هم تلف شوي دي. بلخوا د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

