ډېر لوستل شوي

ملا نورالدین ترابي: د ماینونو پاکولو لپاره نړیوالې مرستې ته اړتیا شته

د پېښو په وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رييس ملا نورالدین ترابي ويلي، چې په افغانستان کې لا هم زیاته ځمکه د ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخ ده او د پاکولو لپاره زیات کار ته اړتیا شته.

د اميد راډيو خبريال د «ماينونو د خطر د پوهاوي او ماين پاکۍ نړیوالې ورځې» په مناسبت غونډه کې د ښاغلي ترابي په حواله ويلي، چې اوسنیو وختونو کې یو شمېر مؤسسو او هېوادونو خپلې مرستې درولې.

ملا نورالدين ترابي له نړيوالو غوښتي، چې د بشري مرستو لړۍ په سياست پورې ونه تړي. ترابي ټینګار کړی، چې اووه میلیونه انسانان د ماینونو له خطر سره مخ دي او له نړیوالو یې غوښتي، چې د ماین پاکۍ برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې بیا پیل کړي.

اړوند خبرونه