د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن له افغانستان او هند سره د لارو او بندرونو پر تړل کېدو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دا وضعیت د پاکستان سوداګري او له نړۍ سره اړیکې زیانمنوي.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې د پاکستان اوسنی حکومت «نامشروع» بللی او زیاته کړې یې ده، چې د هېواد دننه روان سیاسي ملاتړونه او ائتلافونه د ولس د ګټو پر ځای د واک د دوام لپاره کارول کېږي.
فضلالرحمن ټینګار کړی، چې د لارو دایمي تړل کېدل پاکستان لا ډېر منزوي کوي او اقتصادي فشارونه پرې زیاتوي.
دا په داسې مهال ده، چې له افغانستان او هندستان سره د پاکستان د لارو له تړل کېدو ورورسته په یاد هېواد کې د تېلو او ګازو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې دي.

