د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت خبر ورکړی، چې محتسبينو يې په میدان وردګو کې هغه کس نیولی، چې په لوګر ولایت کې يې د يو کور مخې ته د ټوپک ډزې کړې وې.
د ياد وزارت وياند مولوي سيفالسلام خيبر وايي، چې دې تورن کس په همدې کور کې د خپل ځان لپاره د يوې جينۍ په نوم کولو په موخه ډزې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د اړوند قضيې په تړاو ګڼ شمېر نيولي او دا عمل جدي جرم ګڼلی دی.

