د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند تر اعلان وروسته په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د تړلو دروازو تر شا لیدنه کړې ده.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تمه کېده چې له دې لیدنې وروسته به د ناټو په تړاو د ټرمپ غوسه راکمه شي، خو هغه تر لیدنې وروسته بیا هم خپلې پخوانۍ نیوکې تکرار کړې دي.
ټرمپ پر خپله ټولنیز «تروث سوشیل» کې لیکلي، چې ناټو د امریکا او ایران د جګړې پر مهال لازمه همکاري نه ده کړې.
دغه لیدنه داسې مهال شوې چې ټرمپ له متحدینو، په ځانګړي ډول له ناټو، د پوځي او سیاسي ملاتړ د کمښت په اړه خپل فشارونه لا هم دوامدار ساتلي دي.

