ډېر لوستل شوي

سویس په کابل کې د بشري مرستو دفتر پرانیست

د سویس حکومت په کابل کې د بشري مرستو دفتر پرانیستی، چې موخه یې د افغانانو بشري اړتیاوو ته رسېدنه، اساسي خدمتونو ته د زمینه برابرول او خلکو ته د عاید د ترلاسه کولو فرصتونو رامنځته کول دي.
په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي ویلي، د دغه دفتر پرانیستل د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د مرستو د رسولو په برخه کې د سویس د هڅو یوه برخه ده.
مارکلي او مرستیال یې له ‘سویس‌ انفو’ سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې له اسلامي امارت چارواکو سره د دوی اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، راستنېدونکو کډوالو ته د مرستې او ماین‌پاکۍ په برخو کې اړینو تخنیکي همغږیو پورې محدودې دي.
د سویس چارواکو ویلي، دغه هېواد افغانانو ته د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۲۹.۶ میلیون ډالر ځانګړي کړي او په افغانستان کې د بشري مرستو له مهمو تمویلوونکو څخه شمېرل کېږي.

د دوی په وینا، یادې مرستې د ملګرو ملتونو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او سیمه‌ییزو بنسټونو له لارې افغانانو ته رسول کېږي.

اړوند خبرونه