ډېر لوستل شوي

د دفاعي ځواکونو چټک اقدام؛ پکتیا کې د وسلو د قاچاق هڅه شنډه شوې

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند مولوي صديق‌الله نصرت وايي، تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند د قیمتي کلي په سیمه کې د درېیمې سرحدي لواء ځواکونو له لوري د وسلو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده.

د ښاغلي نصرت په وينا، په دې عملیاتو کې ۲۰ کرینکوف، ۴ کلاشینکوف او ۲M4  وسلې نیول شوې دي. د يادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو د وسلو د قاچاق ترڅنګ نورو ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

اړوند خبرونه