ډېر لوستل شوي

خوست کې ۱۴۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو ته د نغدو پيسو او خېمو وېش پیل شو

د خوست ولایت مقام خبر ورکړی، د نړيوالو مؤسسو په همکارۍ يې په دې ولایت کې د ۱۴۰۰ زیانمنو او بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د نغدو پيسو او سرپناه (خېمو) د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل کړې ده.
د ياد مقام ویاند مستغفر ګربز وايي، دا مرستې هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې د فرضي کرښې په امتداد د پاکستان پوځي رژيم د توپونو او هاوانونو له امله بې‌ځایه شوې دي.
د نوموړي په وينا، د ياد شمېر هرې کورنۍ ته د ۵۸۰۰ افغانيو ترڅنګ اړمنو ته خېمې هم وېشل کېږي.
د خوست ولایت مقام ټینګار کړی، چې دا مرستې به دوام ومومي او هڅه کېږي د زیانمنو کورنیو نورې اساسي اړتیاوې هم پوره شي.

اړوند خبرونه